بی تقدیره شېبې
    حنیف بکتاش حنیف بکتاش

خدایه !

دا ستا د آیتونو تفسیر څنګه کیږي ؟!

آسمانه ستا په وېش کې

دا زموږ قسمت څنګه دی ؟

 

تن مې ،

د کلي د سهار د سپینو پرخو په څېر

له پرهرونو ډک دی

زړه مې ،

دغره په څېرمه

له ماتمونو ډک دی

سینه د دود له تنفسه ستړې

باغ مې ټپي ، ټپي دی

چینه کې سا وچه ده

او د پسرلي په هدیره کې شمال

پر وچو څانګو باندې

لوبې کوي.

 

خدایه !

دا ستا ، د خلقتونو انځور څرنګه دی ؟

ښکلا د سترګو په قاموس کې

بې مفهومه مانا

مینه د زړه غوټه کې

یوه بې قیمته سودا

صفا په دغه ښارکې

یو منسوخ شوی آیت

وفا په دام کې د شیطان نښتې

روح د ګناه پر پړي باندې زېندۍ

لاسونه هسې د تبرونو لاستي

پرې ویشل کیږي د قسمت جنازې

 

دغه کوډګرې ، بې تقدیره شېبې

لکه چې پای نه لري

د حقیقت او د باور لوظونه

د «سوداګرو» په نرخونو کې

هېڅ ځای نه لري

زمانه هسې پر بې لارو باندې لاره نغاړي.

زه ،

د دې ښار ، له تور او سپین

او له فوري عکسونو

د یوې زړې کتابچې

له دې اوږده نمبره

چې د خپل کور په دروازه کې مې

په درد نه خوري

او د زندان نمبر پلېت ور باندې قدر لري

خدازده چې چېرته تښتم ؟!

زه ، له هر څه نه ستړی

زه ، له آسمانه ستړی

زه له هندارې ستړی

زه د کوڅې له تښتېدلې څېرې

 ستړی یمه

له دریڅې ستړی یم

چې په دروغجنه ژبه

د سپېدې ژمنه کوي

یوه بې دروغو ورځ به کله راشي ؟!

   

When the Sun reads the Verses of God

Hanif Baktash Kabul 2009


September 5th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان